سپوږمۍ ته - قاسم میین

سپوږمۍ راځه،راخېږه
خو، درته دومره وايم
 
دلته په دی کلي کښی
 
څوک درته
 
سترګې په لاره ندي
 
ځکه ،
 
خلک د دی کلي ټول،
 
هېڅ سترګې نه لري نو،
 
څنګه،
 
سترګې په لاره شي يا،
 
لاره د چا و څاري