دټماټروجشن / دنړۍ جالب جشنونه


هر کال د هسپانیا د بونول  (Bunol) په کلي کې د ټماټرود جګړې غوندې یوه لو به ترسره کیږي. ددې کلي اوسیدونکي دومره ډیر ندي، خو پدې جشن کې د برخې اخیستنې لپاره هرکال پنځه دیرش زره کسان دې کلي ته راځي. د جشن لپاره سل ټنه تازه ټماټر را غونډوي، مخکې تر دې چې د دې ټماټرو نه په جشن کې کار واخیستل شي، هغه چختاړل کیږي، د هغو په لګیدو سره څوک ټپي او خوږ نشي .
وروسته له هغې چې جشن پای ته ورسیږي، میدان مینځل کیږي او دجشن ګډون کوونکي لومړی په هغو دوشونو کې چې د همدې پیښې لپاره هلته ځای پرځای شویدي، ځانونه مینځي او بیا په سیند کې لامبي .