سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت دسلاکار سره په ټیلیفون خبرې کړېدي



د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د بې بې سي راډیو له اردو څانګې سره د خپلې مرکې په اړه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د یوې ټیلیفونې اړیکې له لارې خبرې کړې او د خپلې دغې مرکې په اړه یې هغه ته وضاحت ورکړی  .
سرتاج عزیز په دغه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چی له ترهګرو سره د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې زما خبرې له اصلي متن څخه بهر تعریف شوې وې او زما موخه په یو تاریخي چوکاټ کې د تېرو پېښو په اړه وه.
هغه څرګنده کړې، د پاکستان اوسنی دریځ دا دی چې دغه هېواد به د ټولو ترهګرو پرخلاف له پرته له کومه توپیره  اقدام کوي. سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان کلک هوډ لري چې د هغو ګډو ننګونو په وړاندې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي ،دافغانستان سره ګډ کار ورکړي .
ښاغلي عزیز په دې ټینګار کړی  چې د پاکستان لومړی وزیر محمد نوازشریف هغې پریکړې ته په بشپړه توګه  ژمن دی چې هیچا ته به دا اجازه ور نه کړي چی خاوره یې د افغانستان پرخلاف وکاروي .
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له سرتاج عزیز سره په دغو ټیلیفوني خبرو کې  په خپل وار ویلي دي  چې، موږ دا حالت په مطلقه توګه درک کوو، او د دغو ټکو وضاحت او څرګندونه زموږ د ډاد وړ ده .
ښاغلي اتمر ویلي : موږ په خپلو ژمنو باندې کلک ولاړ یو. اوس چې د داوړو هېوادونو په اړیکو کې د همکارۍ یو نوی فصل پرانیستل شوی دی نو  تمه مو دا ده چې، د ګډو هڅو له لارې به وکولای شو خپل ملتونه د جګړې، بې ثباتۍ او د شتوننګونو له شره  خلاص اوپه سیمه کې سوله ټینګه کړو..