غزل - ښکلي، د ښار د ښکلو، خپله ښـــــــــکلا خرڅوي /مین

ښکلي، د ښار د ښکلو، خپله ښـــــــــکلا خرڅوي
دا ب
ېــــــــــــــــــــش قېمته متاع بيخي وړيا خرڅوي
ورښئ مــــــــــــــلا راولئ ، څه دم ،تعـويذ پکار دی
په مجنون شــــــــوي دي څه ، خـلکو! ليلا خرڅوي

له هغه څه ګيـــــــله چی، د پــلار پټی ئې خرڅ کړ
څوک چی په دوو پيســــــــو ،دين او دنيـــا خرڅوي

له دی يارې نه تېـــــر شه، ګـوره! پښــېمانه به وی
پرون ئې زۀ خرڅ کړی، ســــــــــــــــبا ته تا خرڅوي

دا دی طبيب او که پير ، زمونږ په غم کښی نه دي
دا يو ئې خپـــــــــله دوا او، بل دعــــــــــــــا خرڅوي

هم ئې تســبې ايښې دي هم موسلا ، ليلام ته
ما ويل چی
ټوکې کــوي،شــېخ ئي رښتا خرڅوې

وجدان وي بار ورباندی، هيـــــڅ ورته مه وائې چې
چا چ
ې يو ځل خرڅ کړی، هـــا ئې بيا،بيا خرڅوي

( مئين ) رښتــــيا (مئېن)دی،د زړۀ سودا نه کوي
نه ئ
ې د چا نه اخــــــــــلي، نه ئې په چا خرڅوي

م٠ق٠ مئېن
٢٥/١١/٢٠١٤