د افغانستان د عالمانو شورا او ملي شورا غړي د فضل الرحمن خبرې بې اغیزې بولي



د افغانستان د عالمانو  شورا او د ملي شورا یو شمیر غړو په افغانستان دجګړې په اړه د پاکستان د جمعیت علما دګوند د مشر فضل الرحمن  وروستۍ څرګندونې بې اغیزې بللې دي. .
دوی وايي؛ د جمعیت علما پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ترهګرو د بریدونو نه دخپل ځان دژغورنې په موخه ، په افغانستان کې جګړه جایزه بللې ده ..
مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې ،په افغانستان کې دا مهال جګړه جایزه ده ،  ځکه چې پدې هیواد کې بهرني ځواکونه میشت دي.