تربنده په پنجي / عصمت قانع



د کندهار د سرپوزې حاجي نوروز بګۍ والا به په سوړ مني کې نیشکر (ګنډیري) خرڅول. خدازده له جلال آباد به چا د کنډیري اوږده، اوږده سوټیان ورته راوړل، خو نوروز بګۍ وان به ورسره د ټوکو او مسخرو نارې وهلې: راشئ نصیب خورو، خواږه ګنیان وخورئ لکه شربت داسې دي، شکره ده، ګوړه ده، قند دي او سرقند دي، د سندل په شان خواږه دي. راشئ نامیانو تر بنده په پنجي، راشئ، وایې خلئ، تر بنده په پنجي، یعنې یو بند یې په پنځو روپو دی.
دغه تر بنده په پنجي خبره یې د ښار لنډه غرو پر بل مفهوم باندې اړولې وه، چې نوروز ماما به تر بنده په پنجي ناره کړه، نو د ښار ایله ګښتانو به ویل، چې نوروز د نیشکر او ګني بند نه یادوي، بلکې د خپل نارینتوب آلت یادوي چې د ښار ښکلو هلکانو ته شفري دعوت ورکوي.
اخوا بیا د ښار د واګون کلینر صدک استاذ هم همدا چیغې وهلې، موټر یې له کرشک هډې څخه د هالې تر بنده پورې ترانسپورتي تګ راتګ کاوه او صدک استاذ به په هډه کې نارې وهلې: راشئ تلواریانو، حرکت کوو، روان یو، سوارلۍ پوره دي، تر بنده په پنجي، تر بنده په پنجي، یعنې د دهالې تر بنده کرایه پنځه روپۍ ده.
صدک استاذ چې له هر ډول اخلاقي انحرافاتو څخه مبرا سړی وو او هېڅکله یې هم د بد اخلاقۍ او بدنیتۍ په باره کې چا څه نه وو ویلي، خو د ښار مسخره چیانو به همدا خبره ورپورې تړله چې صدک اصلاً د تر بنده د پنجي شعاري چیغه د خپل شي د ځایولو لپاره د لغړزنو د پاملرنې په خاطر بدرګه کوي.
تر بنده په پنجي یعنې د یوه بند بیه پنځه روپۍ، په ښار کې یوه سمبولیکه ټوکه شوه. که به دوکاندار کوم مال خرڅاوه او پر مقابل طرف به یې د ټوکې کولو لپاره الفاظ لټول، نو همدا خبره به یې کوله چې تر بنده په پنجي.
تېر ماښام په بستره کې پروت وم، سوچونو په مخه اخستی وم. بل به نو څه سوچ وي، بس افغانستان دی او د بلاګانو داستان دی، چې کرکټرونه یې د تاریخ پر افسانوي سټېج یو له بل سره ټکر کوي، تلوسه زېږوي او د بل ټکر لپاره د کرکټرونو مخامخ کېدل او بیا د یوه بل تصادم د امکاناتو په غښتلې سناریو کې د خپلې بېوسۍ او بېوزلۍ د تعریف لپاره مې الفاظ لټول.
د لندن د کنفرانس اوازې دي ویل کېږي چې د لندن په کنفرانس کې به ماړه او په اقتصادي لحاظ بسیا هېوادونه د افغانستان د امن، ثبات او بېرته اقتصادي احیا لپاره له خلاصو کڅوړو زر او ګوهر راتوی کړي او د افغانستان د بدلون د لسیزې لپاره به پانګه او سرمایه ځانګړې کړي، خو په افغانستان کې یې د بدلون د لسیزې لپاره داسې حکومت رامنځته کړ، چې یو اړخ یې چې د پنځوس فیصده واک او اختیار مالک دی، د ملي تحول لپاره اراده نه لري او په اقتصادي ډګر کې د ځانګړو مافیایي ګټو په خاطر غواړي چې خپلې انفرادي همیانۍ وپړسوي، بانکي اکاونټونه ډک کړي، ولس برمته ونیسي او د ملي ګټو لفظ د مافیایي کلتور په ډکشنري کې د تل لپاره د انټرنیټ په قول او وینا ډیلیټ کړي.
هره مرسته، هر امکان، هره وسیله د ځان شخصي وسیله وبولي، قبضه وکړي، چور وکړي، خلک لوټ کړي، بانکونه تالا کړي، پاټکونه بنا کړي، پانګې غلا کړي او بیا د جهاد او مقاومت له بګتۍ سره د قرصک بدمستي وکړي او په اصطلاح تر بنده په پنجي چیغه کړي.
جنګسالاران د لندن له کنفرانس څخه هیلې لري چې ګوندې یو ځل بیا به ټیکې وي، پروپوزلونه به وي، ډالرونه به وي، پکولونه به وي، بلډینګونه به وي، قوماندانان به وي او د قوماندانانو لپاره به روا تالان وي.
د لندن د کنفرانس له خزانې څخه د زرو او ګوهرو د راتوېدلو په طمع د جګړې او معاملې مافیا د نوروز ماما په څېر یو ځل بیا د کابل په واټونو کې چیغې وهي، چې تر بنده په پنجي.
یعنې که کلیدي وزارتونه د دوی نه شي، نو د افغانستان اقتصاد ته به یې یو بند په پنځه روپۍ ور ومنډي.
انتخابات تر سره شول، ګټونکی او بایلونکی دواړه پر یوه دسترخوان کېنول شول او اوس بایلونکی برسېره پر دې چې د پنځوس فیصده ونډې مالک دی د چاودنو، وژنو، ترورونو او سازشونو په زور غواړي چې خپل میرغضب د افغانستان په وجود کې یو بند په پنځه روپۍ ورځای کړي.
پرون د ټلویزیون پر پرده یوه سپین ږیري عجیبه خبره وکړه، ده جلاالتماب وفرمایل چې که ټوله کابینه، ټول اختیارات او د لوټ لپاره ټول امکانات عبدالله ته ورکړای شي په کابل کې به ډز وانه ورېدل شي او که ور نه کړای شي، نو د تر بنده په پنجي لوبه به نوره هم ګرمه شي او ټوله دنیا به یې تماشه او ننداره وکړي.
دنیا هم خوشحاله ده چې افغانستان سره راټول نه شي، تشکیلات پیدا نه کړي، اداره ونه لري، د واک رسۍ یې د کنترول لپاره کړکۍ ونه لري او هر څه د جاسوسانو د هغې مافیا لاس ته ور ولوېږي، چې د افغانستان د اقتصاد، معیشیت او منفعت د ملا تېر بند، بند په پنځو روپو وپلوري او بیا د تپوس او بازخواست په وخت کې همدا یوه سندره زمزمه کړي: ما جهاد و مقاومت کردیم، اګر مجاهدین نباشد هېچ چیز نیست!
غلا د مجاهدینو لپاره، چور د دوی لپاره، قبضه د دوی لپاره، ټیکه د دوی لپاره، پروپوزل د دوی لپاره او ماداوزل هم د دوی لپاره، ځکه دوی دي چې روسان یې راوستل، دوی دي چې امریکایان یې راوستل، دوی دي چې د آی، آېس، ای مقامات پېژني، دوی دي چې د ایران تمنیات پېژني او سر ته یې رسوي.
افغانستان مړ دی، افغانستان یو جسد دی، د هغه مړه جسد چې د غسل پر پتارۍ پروت دی، څوک غسل نه ورکوي، څوک کفن نه ورته اخلي، څوک یې د ښخولو په فکر کې نه دي، بس یو داسې جسد چې کارغان او ټپوسان یې د وجود هر بند په پنځه افغانۍ د استخباراتو په جمعه بازار کې د لیلام په ډول خرڅوي.
که څوک وي چې د افغانستان هډوکي په کباړ کې واخلي، که څوک وي چې د افغانستان د مړه وجود توکي په بازار کې واخلي، که څوک وي چې په دغه لیلام کې ځانته یو څه واخلي، نو را وړاندې دې شي، لیلام روان دی او پنځوس فیصدي مافیا هم د چور او چپاول پر مال باندې تر ټولو ارزانه بیه اېښې ده.
تر بنده په پنجي یعنې یو بند په پنځه روپۍ.