د رنګونو جشن یا هولي / دنړۍ جالب جشنونه



دغه جشن هرکال د هند په شمال کې ترسره کیږي.  د رنګونو دغه جشن هسې یو ساعت تیری ندی، بلکې هغه د پسرلي دراتګ جشن دی. پدغه ورځ هندوان  د بدۍ دیو  شړي او د ژوند زیږیدل لمانځي . د دوی دروایاتو له مخې ، په همدې ورځ د هولیکا د بدۍ دیو  مړ شوی وو. د هند په ټولو ښارونو کې اورونه بلوي اوټول ماښام او ټوله شپه  د بدۍ د دورې  پای ته رسیدا لمانځي . دګهیځه بیا وګړي  رنګونه یو پربل تویوي .