د افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره کتلي

لومړي وزیر نوازشریف له افغان ولسمشر سره تر خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل  چې پاکستان او افغانستان هوډ کړی چې د زیربنا د ښه کولو ترڅنګ د پانګونې او سوداګرۍ په زیاتولوسره، په خپل منځ کې اقتصادي همکاري او مشارکت پراخ کړي .
پاکستاني چارواکي وايي چې د غني او شریف ترمنځ د نن ورځې په خبروکې پرپراخو مسایلو خبرې اترې وشوې .