غم دې راځي / غزل



ډیرمو ګاللي،په هوډ کلک یو، پریږده غم راشي
تل دې راځي،خو کاش په وار راشي،لږ سم راشي

زموږه شپې سره تړلې دي په تار دتیارو
لمرمولا څرک وهلی نه وي چې تورتم راشي

 ښايي خوښي زموږقسمت کې یې لیکلې نه وي
یوغم لاخلاص نه وی، دپاسه پرې بل هم راشي

یو ور روان لور دمنزل ته،په شانه راګرځو
که موهرڅو مخته توپان یاپیچ اوخم راشي

لږخومې پوه کړئ  ای ملګرو داسې ولې کيږي
پښې مې شي سستې چې مې لار دیار په چم راشي

ټوله ورځ ناست یم لار یې څارم خویارنه رادرومي
زړه چې ناهیلی شي،شم پورته ترینه ځم، راشي

زه پرې پوهیږم(منتظره) شو ودان به هله
که موپه لاس کې دټوپک پرځای قلم راشي

25/01/2012
جلال اباد