د بیزو ګانو جشن / دنړۍ جالب جشنونه



د بیزو ګانو جشن هرکال د هندوستان په شمال کې ترسره کیږي. د ایالت اوسیدونکي پر میز باندې په پراخه کچه خوندور شیان ږدي. دا کار د دوی د عقیدوي خدای (راما) او دهغه دجنګیالیو بیزو ګانو په ویاړ کې ترسره کوي، چې ددوی په عقیده، یې د راما سره د دښمنانو په ماتولو کې ستره مرسته کړې وه. پر میز باندې چې ډیر لوی وی،میوې،سابه او نور خواږه او خوندور شیان ځای پرځای کوي. بیا دغه میز شپږ سوه بیزو ګانې را بولي او له دغه میوې اوخواږه شیان خوري.