د ارزښتونو سوداګر/ عصمت قانع



اسلام د پښتنو پېژندګلوي ده، پښتون چې مسلمان نه وي، نو هویت یې نیمګړی دی، د شناخت او پېژندنې بنیاد يې کمزوری دی او د معرفت تاداب یې ړنګ دی.
کله چې په افغانستان کې روسي مداخلې د افغانستان د نازکې ترازو په پله کې د خپل نفوذ او اغېز ناتراشه کاڼی کېښود، نو د سیمې د ثبات او امنیت بیلانس تغیر وخوړ، افغانستان د یوې جلا کوونکې سیمې په توګه د بفرسټیټ (حایل مملکت) حیثیت له لاسه ورکړ. دلته نو د شرق او غرب د لُچکۍ او بدماشۍ نوې ننداره شروع شوه.
سړه جګړه توده شوه، توده جګړه توطیه شوه او توطیه داسې یوه مردار خوره حلقه شوه، چې د افغان ملت غاړې ته ور ولویده.
د لومړي ځل لپاره د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د سولې او اسلام منبر د قتل او انتقام لپاره د سیاسي تریبیون په توګه استعمال شو.
سیاسي اسلام د افراطیت، فنډامېنټلېزم، بنیاد پالنې، د بل د نه زغملو او د مخالفت د ځپلو لپاره په بده توګه ناوړه ژبه او نا مناسبه لهجه باندې توجیه شو.
پېښور د پښتنو فرهنګي مرکز وو، دلته د عدم خشونت سیاست د پښتنو د زغم او تحمل ستر فرهنګي پلټ فارم ایجاد کړی وو، خو په همدغه پېښور کې د افراطیت او بنسټ پالنې داسې افکار وروزل شول، چې د پښتنو د سولې جرګه او مرکه یې بدنامه کړه، ارزښتونو ته یې د سپکاوي لپاره بېلابېل بمونه کېښودل او اسلام یې د یوه ستر ارزښت په توګه په پښتنو کې د اجیرو قتلونو، د چور او چپاول د جنایتونو لپاره د ناروا جوازونو وسیلې ګرځولې دي.
اسلام د ژوند د مذهب په توګه، اسلام د سولې د دین په توګه، اسلام د ترحم د آئین په توګه، اسلام د انساني نفس د محافظ په توګه او اسلام د انسان د عزت د خوندیتوب د مورچل په توګه د نزاع وسیله ګرځول کېږي.
د عربو د پطرولو نوی اسلام، په جوماتونو کې بمونه چوي، د خدای د ولیانو د زیارتونو له ژورو قبرونو څخه متبرک هډوکي الوزوي. بې توپیره قتلونه، ړانده بمونه، بې سمته راکیټونه، بې جوازه کیبلونه ټول د انسانیت د تعذیب او بدنامۍ لپاره ګمارل شوي دي او د دغو لمسونو او ګمارلو لپاره اسلام د یوه ارزښت په توګه د بې ارزښتۍ له ناوړه ناورین سره لاس او ګریوان دی.
په تېرو ۱۳۵۰ کالونو کې اسلامي مدنیت د انساني نفس پر انتحار باندې د قتل دوزخي زنګ غوړولی وو، خو د عربو پطرولي پانګې اسلام د انتحار او ځان وژنې په رنګ باندې ورنګاوه او په تېرو ۳۵ کالو کې د اسلام د مدنیت د څوارلسو پیړیو له افتخاره ډک کردار له ناځوانه ګواښ او نازغم چلېنج سره مخامخ شو او اوس اسلام د یوه ستر ارزښت په توګه زموږ د خلکو په منځ کې له ناځوانو ګواښونو سره په مجادله اخته دی.
کله چې د هجرت لومړنۍ څپې د ډیورنډ پر کرښه اخوا دېخوا شوې، نو پېښور د اسلامي ارزښتونو د سوداګرۍ مارکېټ شو.
که به چا شورا جوړه کړه، نو هم اسلامي به وه، نوم به یې اسلامي پرې اېښی وو، که به چا ترانسپورټ جوړ کړ، نو هم به یې نوم اسلامي ترانسپورټ پرې اېښی وو.
د منډهیر ځاځیو د منډهیر ځنګل وهلی وو او د افغانستان چارتراش په بې رحمانه توګه له پاړه چنار څخه کوهاټ ته راتلل او له کوهاټه به بیا د پاکستاني پانګه والو د بنګلو د زینت او ښکلا لپاره بېلابېلو پنجابي ښارونو ته وړل کېدل.
په کوهاټ کې د غزني خان ځاځي د چارتراشو هډه وه، چې پرې لیکلي یې وو: ((غزنی خان ټمبر اسلامی مارکېټ کو خوش آمدید)).
د افغانستان د اسلامي جمعیت د دارالانشاء مرکزي دفتر په فقیر آباد کې وو، د دارالانشاء بنګله د یوه بنګښ کرنل ملکیت وه، چې یوه مجهزه اشپز خانه یې په کې جوړه کړې وه، په دغه اشپز خانه کې د مزار شریف خلیفه اشپز نامي ازبکي قابلي پلاو جوړاوه، پر اشپز خانې یې لیکلي وو: ((اشپزخانه جهادی)). د اسلامي جمعیت اسلامي افغانستان حمامونه، سرایونه، دوکانونه، تجارتونه . او هر څه اسلامي شوي وو.
اسلام د یوه ستر او عمومي ارزښت په توګه افراطي اجیرانو له ناوړه ناورین سره لاس او کریوان کړ او بالاخره اسلام د باغونو د پرې کولو او ځانمرګو بریدونو د توجیه کولو لپاره استعمال شو.
اسلام او افغانیت دوه ستر ارزښتونه دي، چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ یې د افغانانو د ټاټوبي حفاظت کړی دی، افغاني ټولنه یې ساتلې ده او ددې سیمې د نظم رګونو ته یې د حیا او بقا مینه ور پمپ کړې ده.
اوس دغه دواړه ستر ارزښتونه د سترو مقدساتو په توګه ددې پر ځای چې غیر متنازع واوسي د نزاع او تنازعې خواته کشول کېږي.
افغانستان یو افغاني هېواد دی، افغانیت د دې خاورې پرسر د هستوګن انسان د روح او روان برخه ده، خو اوس داسې هڅې کېږي، چې افغاني ارزښت هم د مارکېټ په متاع تبدیل شي.
تر پرون پورې د فرید مزدک د دفتر منشیانو هڅه کوله چې د خراساني مجهول اوښ او ببر بوبو په واسطه افغانیت وډاروي او د دغه ارزښت پرضد باندې د فارس او مُغل خنجر د افغاني هویت په سینه کې ښخ کړي.
د ببرک کارمل لومړنی دکترین دا وو چې په تذکره کې یې د قومي اقلیتونو هویتونه رابرسېره کړل، ترڅو وکولای شي ستر افغاني هویت پرې تجزیه کړي او وه یې ویشي. نن هماغه ببرکۍ مافیا لګیا ده له ملي هویت او افغاني هویت سره د خواخوږۍ او همدردۍ په نامه باندې د هویت منازعه په مصنوعي ډول پیاوړې او بالاخره یو غیر متنازع هویت د نزاع او دښمنۍ وسیله وګرزوي او د افغانیت په نامه باندې د افغانیت پرضد جګړه کوي او دغه جګړه د دوکاندراۍ او دلالۍ وسیله وګرزوي.
د همدغې دلالۍ او دوکاندارۍ لپاره په کابل کې دوکانونه او مارکېټونه خلاص شوي دي. کرکې او نفرتونه په کې خرڅېږي، د افغانیت بېلابېلې څانګې له افغانیت سره قصداً د دښمنۍ او تربګنۍ په مورچلونو بدلېږي.
دلته یو ځل بیا د ارزښتونو د سوداګرۍ خبره رامنځته کېږي، کله چې د افغانیت دښمنانو په شمال او جنوب کې د نفرت خندقونه وکېندل، نو افغانانو نه طالبانو ته د افغانیت د نماینده ګۍ مشروع حق ورکړ او نه یې شورای نظار ته د افغانیت د مشروعیت سند ور امضاء کړ.
عام افغان ولس د افغانیت پرسر ټینګ ودرېد، د تجزیې خوبونه یې درواغ کړل، وطن یې متحد وساته، هېچا هم جرآت ونه کړ چې د افغان وطن د وېش خبره بر بنډه کړي که څه هم په لفافه کې یې د نیابتي جګړې د افغاني ضد جنګیالیو په توګه ډېر خېزونه ووهل.
اوس یو ځل بیا ځینې سوداګران د نیابتي جګړې د بړېڅو په توګه غواړي افغاني ارزښت د پاکستان او روسیې په خنجرونو ووهي، خو د افغانیت زغره د هر خنجر څوکه پڅولای شي.