پروېز مشرف: په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په رسميت پېژندنه د اسلام اباد لویه تېروتنه وه.



د پاکستان پخوانی  ولسمشرجنرال پروېز مشرف پرون د پنجشنبې په ورځ ، په کراچۍ کې د ځوانانو پارلمان  ټولنې  د غړو په غونډه کې  دخپلې وینا په ترڅ کې دا ومنله چې، د پاکستان له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یوه لویه تېروتنه وه ،خو ده د القاعده د رامنځته کولو  پړه پر  امریکا او نور لوېدیځوالو ور واچوله .
مشرف وویل :پاکستان یوازینی هیواد و چې په ۱۹۹۶ میلادي کال یې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده، ورپسې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده.
ده همدارنګه وویل چې، د پاکستان لومړی ناپوهي دا وه  چې ۲۵ زره افغان مجاهدین یې وروزل څو د پخواني شوروي اتحاد پر ضد وجنګېږي او وروسته همدا کار د دې  دالقاعده راپیدا کیدو لامل شو.
ده د لویدیځ لخوا د طالبانو د رزیم په رسمیت نه پيژندل ، یوه بله تیر وتنه وبلله .
ده زیاته کړې ، په افغانستان ک
ې جنګېدونکي ټول طالبان پښتانه ول او پاکستان دې طالبانو ته شناخت ورکړی وو.
مشرف دا هم وویل چې ، دا
خبره سمه نه ده چې په ۱۹۷۹ز کال کې د امریکا د ملاتړ لپاره دوی په افغانستان کې د جهادي ډلو مرسته وکړه ، خو دا د پاکستان خپله ګټه وه ،ترڅو په افغانستان کې پخواني شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي.
مشرف د طالبانو په اړه  وايي،
ځیني کسان ادعاکوي  چې طالبان زموږ بچیان دي او موږ زېږولي دي، خو دا حقیقت نه لري»