ډیرژربه د پيښور نه تر کابل پورې موټروی جوړه شي


دپاکستان  لومړی وزیر محمد نواز شریف د خېبر پښتونخوا په  پېښور کې د بشیر بلور د زوی عثمان بلور پر مرګ له بلور کورنۍ سره د خواخوږۍ په مراسمو کې د  ګډون پر مهال یوې خبري ناستې ته ویلي چې، چې له ده څخه د احتجاجونو پوښتنې مه کوئ، له ده پوښتنه وکړئ چې د پاکستان نړۍوالې اړیکې پر کوم ځای ولاړې دي، او پرمختیايي منصوبې څنګه روانې دي.
مو
ږ د خدای په فضل له افغانستان، هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښه کوو او دې ته به دوام هم ورکوو. ډېر ژر به ووینئ چې له پېښوره تر کابله به موټروې جوړه شي.
 موږ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کوو او تاسو ته پته ده چې له دې هېواده د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره زموږ حکومت هر ډول هڅې کوي.
نواز شریف د بلور کورنۍ ته د دعا کولو ورستوپه خپلو څرګندونو کې وویل، چې د بلور خاندان په پښتونخوا کې د امن او جمهوریت لپاره ډیره قرباني ورکړې دي.