دنړۍ تر ټولو لویه بار وړونکې الوتکه


АN-225   ټرانسپورټي الوتکې چې دتیرې پیړۍ په اتیاومو کالونو کې په پخواني شوروي اتحاد کې جوړه شویده، تردې دمه د نړۍ په تاریخ کې ترټولو درنه الوتکه ده چې ۶۴۰ ټنه وزن لري. دغه الوتکه شپږ انجنه لري او برسیره پردې، ډیر اوږده او لوی وزر هم لري.

دغه الوتکه چې په ۱۹۸۸ کال کې د لومړي ځل لپاره جوړه کړی شوه، په لومړي سرکې پاتییل شوې وه چې د راکټو او فضایي سیارو د لیږدونکي (بوران ) د لیږد لپاره به کارول کیږي. وروسته د اتو کالو لپاره ددغه الوتکې کارونه وځنډول شوه. دغه الوتکه دوه دیرش ټایرونه لري. 
دبار او کارګو لپاره ۱۳۰۰ متره مکعبه ځای لري چې، عرض یې ۶.۴ او لوړوالی یې ۴.۴ متره دی. دغه څرنګه چې دغه الوتکه کولای شي په لویه کچه توکي او سامان ولیږدوي، نو د طبیعي او نورو ناڅاپي پيښو سره د مرستې لپاره، اوس مهال د نړیوالو بنسټونو لخوا کارول کیږي.