دولسي جرګې ځینو غړو او سیاسي کړیو کابل ته د فضل الرحمن د راتګ مخالفت کړی



ولسي جرګې او دافغانستان ځینو سیاسي کړیو افغانستان ته د پاکستان دسیاسي ګوندونو داستازو په ډله کې د مولانا فضل الرحمن چې تل یې په  افغانستان کې جګړه جهاد او روا بللې ده،  د راتګ سره مخالفت کړیدی .
دوی ددې پلاوي راتګ افغانستان ته ،ګټور بولي خو دهغه په منځ کې د فضل الرحمن شتون ددوی داندیښنې لامل ګرځیدلی دی.  
د ولسي جرګې غړې شکرېه  بارکزۍ  وايي :  افغان حکومت باید هغه چا ته بلنه ورنکړي ، څوک چې په افغانستان کې جګړه روا بولي.
دولسي جرګې بل غړی اسدالله سعادتي  بیا پداسې حال کې چې د فضل الرحمن په اړوند ورته نظر لري، وایي چې : پدې پلاوي کې  یوشمیر داسې کسان هم شتون لري چې په افغانستان کې دجګړې د دوام پلویان ندي.
له بله پلوه ، دسیاسي چارو پوه جاوید کوهستاني بیا دپاکستان دسیاسي ګوندونو دپلاوي سفر افغانستان ته ګټور بولي  او وايي: " پکرکوم چې دپاکستاني پلاوي راتګ کولای شي چې نیکې پایلې ولري او کیدای شي د شته کړکیچ د ختمولو لپاره ګټور وي. "  
ټاکل شوې وه چې دافغان ولسمشر په بلنه ،د پاکستان د سیاسي ګوندونو دا پلاوی نن چارشنبه کابل ته راشي خو دځینو لاملونو له کبله ددوی سفر  سبا د اتیوار ورځې ته ځنډول شویدی.