ولسمشر اشرف غني به د هغو نوماند وزیرانو پر ځای چې دوه تابعیته لري، نوي کسان ولسي جرګې ته وروپیژني

د افغانستان د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي وايي چې د ولسمشر اشرف غني د پرېکړې له مخې به د هغو نوماند وزیرانو پر ځای نوي کسان ولسي جرګې ته وروپیژني چې، دولسي جرګې له لخوا د دوو تابعیتونو د لرلو له کبله رد شوي دي.

تېره اونۍ،‌ د افغانستان ولسي جرګې ،‌ د هغو اوو نوماند وزیرانو نوماندي  ونه منله اوبیرته یې ولسمشر ته ستانه کړل چې ، دوه تابعیته لري.

سالارزي وايي، ولسمشر پدې اند دی چې د ولسي جرګې پریکړې  ته  باید درناوی وشي،‌ او هغه نوماند وزیرانوته  چې دوه تابعیتونه لري، ښايي چې له خپل دویم تابعیت نه تېر شي.

ولسي جرګې مخکې تردې چې،د ولسمشر لخوا ورته نوماند وزیران  ور وپیژني،په یوې علني غونډې کې پریکړه کړې وه  چې، د دوه تابعیته نوماند وزیرانو لپاره به د باور له رایو ورکولو ډډه وکړي. 

ښاغلي سالارزي زیاته کړې ،‌ د ولسمشر د پرېکړې له مخې به په نویو کاندید وزیرانو کې داسې کسان نه وي چې د ولسي جرګې د وکیلانو له مصوبې سره په ټکر کې وي.