ګرباچوف: امریکا غواړي چې روسیه د سړې جګړې ډګر ته راکاږي، چې په وسلوالې شخړې هم بدلیدای شي



دپخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګرباچوف د امریکا پر متحده ایالاتو تور لګولی دی چې، غواړي روسیه یوځل بیا د سړې جګړې خواته را کاږي. ګرباچوف اندیښنه ښکاره کړیده چې، د دواړو هیوادو تر منځ د اړیکو ترینګلتیا په پای کې پر وسلوالې شخړې اوښتی شي.  
نوموړي د انټرفاکس سره په مرکه کې وایي،« که په ساده ټکو کې ووایم، دامریکا متحده ایالاتو، پداسې حال کې چې هڅه کوي، خپله د برترۍ نظریه په ښکاره توګه پلې کړي،روسیه یې سړې جګړې ته را کښلې ده.»
دشوروی پخوانی ولسمشر چې نوم یې د امریکا او پخواني شوروی اتحاد ترمنځ د سړې جګړې دپای ته رسولو سره تړلی دی، ددغو اړیکو د ممکنو پایلو په اړه اندیښمن دی او وايي:
« څه به پیښیږي؟ له بده مرغه، زه باوري نه یم چې سړه جګړه به په توده جګړه بدله نشي، ویریږم چې دوی به دغه له ګواښه ډک ګام پورته کړي.»
میخایل ګرباچوف د پخواني شوروي اتحاد دواکمنۍ په مهال د ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې دشوروي اتحاد د کمونیسټ ګوند دعمومي منشي په توګه دنده ترسره کوله. نوموړي دخپلو واکمنۍ په وخت کې د پیریسترویکا په نوم یو لړ اصلاحات پیل کړل چې، د ډیرو په اند دنوموړي دغه اصلاحات د شوروي اتحاد د ړنګیدو لامل شول.