لینډسيګرام : په قطرکې میشت پنځه طالبان چې له ګوانتانامو نه راخوشي شویدي، د حقاني ډلې سره اړیکې ټینګې کړې

 
د امریکا د جمهوريت غوښتونکي ګوند یوه سناتور ویلي چې،له ګوانتنامو بنده خوشي شوي طالبان له حقاني شبکې سره په تماس کې دي.
سناتور لینډسيګرام، چې پدې وروستیو کې  یې قطر ته سفرکړی وو، د جنوري په نهویشتمه نیټه وویل چې ، اندېښنه یې لرله چې دغه پنځه تنه به له قطرنه وتلی وي، خو هلته د سفر په مهال ورته ډاډ ورکړل شوچې هغوی په قطر کې دي.
د تیر کال  دمۍ په میاشت کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د قطر ستاینه کړې وه ،چې د پنځو طالب بندیانو په بدل کې د امریکايي سرتیري بوبریګډال د تبادلې  مسله یې اواره او ممکنه کړه
دقطر حکومت تر یوه کال پورې  د ګوانتا نامو څخه د راخلاصو شویو دغو پنځو طالبانو د څارنې  ذمه واري پر غاړه اخیستي ، خو وروسته به پریښودل شي چې لاړ شي .
خو سناتور لینډسيګرام ، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې غړی  دی،اسو شیټیډ پریس خبري رسنۍ ته ویلي چې، « دامعاله یوازې دیوه کال لپاره شویده، موږ باور لرو چې دغه بندیان به دمودې تر پوره کیدو وروسته یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستانه شي.»
نوموړي زیاته کړیده چې، دحقاني د ډلې ځینې کسان دده لیدو ته ورغلې ول . پنځه واړه بندیان په افغانستان کې دننه اړیکي ټینګوي او تماسونه نیسي .
له بله پلوه، دامریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون بیا پخپله خبرپاڼه کې لیکلي چې، پنټاګون د قطر له حکومت سره نژدې اړیکې او همکاري او ډاډه دي چې دطالبانو دهر ډول ګواښ د محدودولو توان لري.
د یادوونې ده چې ، امریکا د تېر کال د مۍ په  میاشت کې د طالبانو پنځه بندیان، نورالله نوري، خیرالله خیرخوا، محمد نبي، محمد فاضل او عبدالحق واثیق د ګوانتا نا مو له جیل نه  د یوه امریکايي سرتیري په بدل کې چې دطالبانو سره بندي وو، خوشي او قطر ته وسپارل.