کابل ته د پاکستاني سیاستوالو سفر



د افغان د ولسمشر ویاند نظیف الله سلارزي ویلي دي چې ،دافغانستان حکومت دپاکستان سیاستوالو ته ددواړو هیوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزه مسلو باندې د خبرو اترو لپاره ، کابل ته د سفرکولو بلنه ورکړیده. دغه سفر به  ددواړو هیوادو ترمنځ  پر دوه اړخیزه مسایلو دخبرو لپاره لاره پرانیزي.
له بلې خوا، پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې یوشمیر پاکستاني سیاستوال به د جنورۍ په اوومه نیټه کابل ته سفر وکړي. دپاکستاني رسنیو له مخې ، پدغه ډله کې به اسفندریار ولي ، افراسیاب خټک، محمودخان اڅکزی  او مولانا فضل الرحمان ګډون ولري، خو افغان لوري د پاکستاني سیاستوالو د ډلې نومونه نه دي په ډاګه کړي.