دځنډیدلې کابینې د شلو احتمالي وزیرانو نومونه په ډاګه شوي



لږترلږه دکابینې دشلو وزیرانو نومونه چې د ملي یوالي د راتلونکې کابینې لپاره په نظرکې نیول شويدي، په ډاګه شویدي.
د یک ټلویزیون له مخې، ولسمشر غني او اجرایوي رﺉیس عبدالله د دیرشو کسانو سره لیدل کتل کړیدي او د راتلونکې کابینې لپاره یې د هغوی نه انټرویو اخیستې دي.
د یاد ټلویزیون لخوا دخپاره شوي لیسټ له مخې، جنرال شیرمحمد کریمي او جنرال همایون فیضي د دفاع وزارت، صلاح الدین د بهرنیو چارو وزارت،اصف سروري او فضل احمد معنوي د کورنیو چارو وزارت،غلام جیلاني د ماليې وزارت،سردار محمد نعیم د سوداګرۍ وزارت،قربان حقجو د اقتصاد وزارت،سادات منصور نادري د ټولنیزو چارو او کار وزارت،نجیبه ایوبي دښځو چارو وزارت ته نومول شویدي.
ولسمشر غني او اجرایوي رﺉیس عبدالله د محمد سیقول، سیاراحمد مجهور،برنا کریمي،فیض الله ذکي،سردار رحمان اوغلي،سید حسین عالمي بلخي، زلمي یونسي ، ډاکټر فیروز او ګل ضیا سره هم لیدلي دي، خو لا جوته نده چې نوموړي کسان به دکومو وزارتونو لپاره نوماندان وي.
دا پداسې حال کې ده چې د ملي یوالي حکومت نن د کابینې د اعلان ژمنه کړې وه، خو کابینه اعلان نشوه .