غونډ ۍ- El Peñón de Guatapé )

د ایل پین دې ګواتاپې  ( El Peñón de Guatapé )  غونډۍ دنړۍ د ترټولو لویو کاڼو یا خرټیو نه شمارل کیږي  چې په کالومبیا کې د انتوکیا په سیمه کې پروت دی .
دیادوونې وړ ده چې پخوا دغه کاڼی یا غونډۍ د ځايي وګړو لپاره عبادتځای وو، خو اوس مهال هغه  د ګرځندوینې ځای ګرځول شویدی چې  دنړۍ له بیلابیلو هیوادونو ګرځندویان دهغه لیدو ته ورځي.
ګرځندویان ددې غونډۍ یا کاڼي څوکې ته چې ۲۲۰ متره لوړوالی لري، دځانګړې زینې له لارې ور خیژي . ددې کاڼي عمر کابو اویا میلونه کاله اټکل شویدی.