د انځورگرۍ د استادانو په خبره د افغانستان انځورگري د نړۍوالۍ انځورگرۍ په
پرتله د پېړیو په فاصله شاته پاته ده په داسي حال کي چي د دغه هنر د
تاریخي لرغونتوب شواهد هم ډېر دهمدې هیواد څخه ترلاسه شوي دي. افغان
انځورگران د نورو هنرونو په پرتله د انځورگرۍ هنر ته پاملرنه کمه بولي.
دا چې ولې دې هنر ته هغه شان پاملرنه نه ده شوې چې باید شوی وای، د
انځورگر، زیب منتظر مسید نه به یې واورو چې همدا اوس د کابل په سیتدیو کې
زمونږه میلمه دی.