ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت د تیلو ټول قراردادونه فسخ کړل.

ولسمشر غني ددفاع وزارت د قرادادونو په اړوند تورونو په هکله توضیحات غوښتي چې ویل کیږي  په هغو کې ۲۱۵ میلیونه ډالر توپیر پکې دی.
د ولسمشر غني ویاند نظیف الله سالارزي د فروریۍ په لومړۍ نیټه ، خبریالانو ته وویل :" د دوو قراردادونو تر منځ د شاوخوا ۲۵۰ میلونه ډالرو توپير  او د جمهوري ریاست د تدارکاتو د ریاست لخواددې موضوع  تائید اوهمدارنګه  د ایساف او سیګار په راپورونو کې ددغې  مسئلې یادیدل، ددې لامل شول  چې ولسمشردمسلې د بشپړیدا لپاره یو هیات وټاکي.  هیات به خپلې څیړنې ترسره کړي او بیا دهغو پر بنسټ  پریکړه وشي. "
نظیف الله سالارزي وویل چې د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو  نورو اوو  قراردادونو هم حقوقي او تخنیکي ستونزې درلودې چې په اړه یې پلټنې پيل شوي دي.
دولسمشر ویاند  زیاته کړې : د حمیدالله فاروقي په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارلې شوې چې د ملي دفاع وزارت د تیلو د قرادادونو دوسیه وڅیړي.
دسلارزي  پر وینا، د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو د څانګې د ټولو کارکوونکو دندې ځنډول شوي او د څیړنو تر بشپړېدوپورې ، له افغانستان څخه بهر ته د وتلو اجازه نه لري.
نوموړي همدارنګه وايي ، د تیلو قراردادیانو ته به تر هغې پيسی نه ورکول کیږي ، ترڅو چې په دې برخه کې څیړنې نه وي  بشپړ ې شوې .
سلارزی په ډاګه کړه چې ، د ملي دفاع وزارت د تیلو قرارداد به له سره اعلان شي او د ولسمشر د فرمان له مخې به ، وروسته لدې د ټولو امنیتي او دفاعي وزارتونو قرادادونه ملکي کسانو ته وکړل شي .