مشرف اعتراف کړی چې، پاکستان غوښتل دکرزي حکومت کمزوری کړي

دپاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف مني چې، دپاکستان حکومت هڅه کوله، ترڅو د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت کمزور او ضعیف کړي.
د ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې، پرویز مشرف پرکرزی باندې تور لګولی  چې، پرپاکستان باندې د شا لخوا په ګوزار کولو کې یې دهند مرسته کوله .
مشرف زیاته کړې، اوس ، د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې، دافغانستان دنوي حکومت سره د بشپړې همکارۍ وخت را غلی دی.
نوموړي د افغانستان د وسلوالو مخالفینو نه  د ملاتړ د پای ته رسولو لپاره غږ کړیدی. دی وايي ،« دولسمشر کرزی په وخت کې، هو،واقعا، نوموړي غوښتل چې پاکستان ته زیان ورسوي،نو ځکه موږ د هغه په خلاف کار کوه . څرګنده خبره  ده چې، موږ غوښتل چې خپلې ګټې وساتو.»
مشرف وړاندې ویلي،« خو اوس اشرف غني ولسمشر شویدی او هڅه کوی چې ،په افغانستان کې انډول راولي . موږ  ته ښايي چې، په بشپړه توګه د نوموړي سره همکاري وکړو.»

دیادوونې وړ ده  چې، افغان چارواکو  د تیرو کالونو په اوږدو کې تل  دپاکستان امنیتي ادارې، په ځانګړې توګه، دهغه هیواد څارګره اداره  ایي ایس ایي دافغان حکومت د وسلوالو مخالفین په ملاتړ او مرستې کولو تورن کړیدي.