دپاکستان دپوځ ستر درستیز او د څارګرې ادارې مشر کابل ته راغلي دی

نن د فبروري په اوولسمه نیټه،دپاکستان دپوځ ستر درستیز جنرال راهیل شریف او دڅارګرې ادارې، ایي ایس ایی مشر جنرال رضوان اختر د یوه ورځني رسمي سفر لپاره کابل ته را رسیدلي دی.  
دغه پاکستاني چارواکی به په کابل کې دخپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې، دافغانستان د سیاسي مشرانو سره لیدنې کتې ولري.
دپاکستاني سرچینو له مخې، پاکستاني چارواکي به د افغان امنیتي چارواکو سره، د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې دامنیت په اړه خبرې اترې وکړي. دوی به همدارنګه، دپولې په اوږدو کې دعملیاتو د همغږي کولو په اړه هم وغږیږي.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې په وینا، د دواړو هیوادونو نظامي لوړپوړي چارواکي به،د ترهګرۍ په وړاندې د روانو همکاریو،په ځانګړې توګه، دافغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو خلاف ترسره شویو اقداماتو په اړه هم بحث وکړي.
ورځپاڼه دپاکستاني چارواکو له خولې زیاتوي چې، پاکستاني نظامي مشران به، دپاکستاني طالبانو دمشر ملا فضل الله دنیولو غوښتنه ، چې ددوی په وینا،په افغانستان کې پولې ته څیرمه خوندیځای لري، یوځل بیا راپورته کړي.
دپاکستان ستر درستیزراحیل شریف کابل دغه سفر پداسې حال کې کوي چې، پرون یې په اسلام اباد کې له یوه جګپوړي امریکايي پلاوي سره کتلي دي. همدارنګه، د ترکیې لومړي وزیر پاکستان ته رسېدلی دی.

ترکیه هغه اسلامي هیواد دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو او پدې سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پرله پسې هڅې کوي .