افغان طالبان نن له امریکا سره په قطر کې خبرې پیلوي

دافغان طالبانو دمشرتابه استازو رسنیو ته ویلي دی چې، دطالبانو یو پلاوی قطر ته تللی دی، تر څو د امریکا سره د زیات او جومې په ورځو  دوه ورځنۍ خبرې اترې تر سره کړي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د رسینو سره په خبرو کې ویلي دي چې، پدې اړه جزیات به وروسته د رسنیو سره شریک کړی شي.
د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې، یوه پاکستاني لوړپوړي پوځي چارواکي، چې نه یې دې غوشتي نوم یې  جوت شي ویلي دي چې ، د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر غني ته ویلي چې: طالبان غواړي د مارچ میاشتې له پیل سره سم د سولې خبرې اترې پیل کړي.
روټیر همدارنګه، د طالبانو د سرچینو له خولې زیاتوي چې، دامریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی دور به نن دفبرورۍ په نولسمه نیټه او دویم دور به سبا د فبرورۍ به شلمه نیټه تر سره شي.

د طالبانو او امریکا تر منځ دغه خبرې پداسې حال ترسره کیږي چې، په ورستیو کې د چین حکومت د پاکستان په همکارۍ، دافغان حکومت او طالبانو تر منځ دخبرو اتر لپاره د کوربه توب د دندې پر غاړه اخیستو ته چمتو والی  ښودلی دی.