غزل / محمد قاسم مین

 د ســــــــــــهار باده، تش ســــــــــــــــلام د اشنا مه راوړه
ويښ چي کړي ،ويده خوبونه،داسي دوا مـــــــــه راوړه

شــــــــــــپه ډېره اوږده شوه مـــګر ،اي دتورو شپو لمره!
ورک چي رانـــــه يار شي پکښي، هســــــې رڼا مه راوړه

نور درنه څه نه غواړم ،پســــرليه !خو دا خواســــــت کوم
نه راوړي خــــــندا چي،غــــــږ دبل د خــــــــــــندا مه راوړه

پام کوه په څنــګ کښي د ســـــــــاقي چي درنه هير نشي
دلته چي راځي نو، بـــــيا يادونه د چــــــــــــــــــا مه راوړه

دی ډکې جونګړې ته، زما به، نور نو څــــــــــــــه راوړی
ور وړه دا دنيا، دنيا ته، مــــــــــــا ته دنيــــــــــا مه راوړه

زه او ليــــــونتوب به سره جوړ شو،که مـــــو پريږدی،تۀ
کار د طبيب نه دی ، هـــــــــــم تعويز د مــــــــــلا مه راوړه

خلک،د (مـــــئين )د کلي، ټول بی قدره شــــــــــــــويدي
يو ئی ســــــــــه بل لوری، کلي دی ته ښـــــــــکلا مه راوړه

م٠ق٠مئېن
 ٠٢/٠٢/٢٠١۵