دپاکستان دکورنیو چارو وزیر: دافغانستان سره زموږ اړیکې تر بل هر وخت، اوس نژدې او پیاوړې دي

دفرانس پریس دخبري اژانس د رپوټ له مخې ، دپاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي  پرون د فبرورۍ په نولسمه نیټه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سره په لیدنه کې ویلي دي چې، دافغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې کله هم دومره ښې نه وې ، لکه څومره چې پدی ورستیو کې  دي او دا یو مهم پرمختګ دی چې شویدی.  
ده ویلي: « زما په پکر افغانستان او پاکستان  پخپل منځ کې اوس نژدې همکاري لري او دا همکاري به د ترهګرۍ په خلاف په مبارزه کې د پام وړ پایلې ولري.»
دیادوونې وړه ده چې د فبرورۍ  په اوولسمه نیټه  دپاکستان د پوځ لوی درستیز شریف راحیل او د پاکستان د استخباراتو رییس  جنرال رضوان اختر  کابل ته دیو ورځني سفر لپاره راغلي وو. دپاکستاني پلاوي او افغان چارواکو ترمنځ د ترهګرۍ په وړاندې او په سیمه کې د سولې د ټینګښت  په اړه یو لړ  هوکړې او ژمنې شویدي.
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي  واشنګټن ته ، په هغه درې ورځني کنفرانس کې دګډون لپاره تللی دی، چې په ترڅ کې به د ترهګرۍ او سخت دریځه ډلو پر خلاف د مبارزې پر لارو چارو خبرې کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري  هم  دپاکستان د کورنیو چارو د وزیر سره پخپله کتنه کې  د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ  ستایلې او هغه تر بل هم وخت پیاوړې او نژدې بللې دي.

جان کیري ویلي:«  د دواړو هیوادونو ترمنځ دهمکارۍ په اړوند ، د دواړو هیوادونو په هلو ځلو کې د بریالیتوب نښې لیدل کیږي».