په هرات کې یوې میرمنې شپږ ماشومان دنیا ته راوړي

د هرات په ولایت کې یوه میرمنې شپږ ماشومان زیږولې دی .
د هرات د سیمه ایز روغتون د ډاکټرانو له خولې، له دغو ماشومانو څخه هر ماشوم یو یو کیلوګرام وزن لري.
ددغو ماشومانو نه، څلور هلکان او دوه جنکۍ وو چې دهغوی له ډلې نه درې هلکان او یوه جنۍ د اکسیجن د ستونځې له کبله مړه شویدي، خو د یوه هلک او یوې جنۍ روغتیایې حالت د ډاډ وړ دی.

دماشومانو مور دوه دیرش کلنه ده او د ډاکټرانو له خولې، روغتیایي حالت یې ښه دی. دغه میرمنه د فراه ولایت اوسیدونکې ده او یوه بل زوی هم لري.