عبدالله عبدالله : ډیر ژر به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي

داجرایې رییس عبدالله عبدالله  نن د کابینې په غونډه کې داخبره تایید کړیده چې ،ډیر  زر به د افغان حکومت او طالب مشرانو تر منځ د سولې خبرې اترې پیل شي.
دا پداسې حال کې ده چې، طالب مشرانو دافغان حکومت سره دخبرو لپاره د میزترشاد کیناستلو په اړه خبرونه ندي تاییدکړي، خو پاکستاني رسنیو د پاکستان چارواکو له خولې ویلي دي چې، طالبان د افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو لپاره چمتو دي .
دپاکستان د اکسپریس ټریبیون ورځپاڼه د یوه پخواني لوړپوړي  قوماندان له خولې، چې  دسولې د خبرو اترو دنویو پرمختګونو په اړه پوره مالومات لري، لیکي چې، دافغان طالبانو مشرۍ د سولې لپاره د لومړنیو خبرو اترو پیل تایید کړیدی.
عبدالله عبدالله  دخپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړې چې، د طالبانو سره دسولې دخبرو په اړه به پوره مالومات ډیر ژر اعلان شي. ده وویل ،« دا چې خبرې له کومه ځایه پیلیږي او دخبرو اترو په ترڅ کې کوم پرمختګونه رامخې ته کیږي، پدې اړه به مالومات د  افغانستان د خلکو سره شریک کیږي .څو موده وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د یوه پلاوي سره کابل ته راغلی وو، دوی دخپلو خبرو په ترڅ کې دافغانستان دښمن د ځان دښمن وباله او موږ د دوی ددی پیغام هرکلی وکړ. پاکستان  هغو کسانو ته چې په د حکومت په وړاندې په جګړه کې بوخت دي،ویلي  دي چې ، پرته لدې چې د افغان حکومت سره  خبرو  ته کیني ، بله لاره او انتخاب نلري .»
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دسولې دخبرو په اړه ، د ټیلیګراف ورځپاڼې د یوه رپور په اړه لیکلي دي چې ، دغو خبرو ته دپاکستان سره د اشرف غني له خوا د اړیکو د ښه کولو پالیسۍ لاره پرانیستله .
د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې باوري سرچینې وايي چې له طالبانو سره د خبرو لار د افغانستان نوي ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو په وسیله اواره کړه.
ورځپاڼه وړاندې لیکي چې،افغان ولسمشر پدې باور دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نژدې اړیکې د دې لامل  کېدای شي ، ترڅو پاکستان د طالبانو په وسیله په افغانستان کې له اوږدې نیابتي جګړې لاس واخلي.
دیادوونې وړ ده چې ، چین هم په افغانستان کې دسولې او ټیکاو د ټینګښت په موخه ، د سولې خبرو ته د افغان طالبانو د هڅولو په خاطر  په  بېجنګ  کې د طالبانو له پلاوي سره لیدنې کتنې تر سره کړیدي.
پدې اړوند چې کوم هیواد به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو کوربه  وي، د بیلابیلو هیوادونو نومونه یاد شویدي ، خو د ټیلګراف ورځپاڼه لیکي چې ډ یر امکان شته چې  دا خبرې به د قطر په مرکز دوحه کې وشي.