ولسمشر اشرف غني د پاکستاني پلاوی سره وکتل

د افغانستان ولسمشر اشرف غني،د پاکستان د پوځ له لوی درستیز راحیل شریف سره چې، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، نن له غرمې وروسته په ارګ کې وکتل.
د ولسمشر دماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې، په دغه کتنه کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د خپل هېواد په همکارۍ یو ځل بیا ټینګار وکړ او پدې لاره کې ولسمشر ته د پاکستان د اقداماتو په اړه هم مالومات ورکړل، دکومو پایلو به چې په راتلونکیو اوونیو کې جوتې او روښانه شي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د ژمنتیا ښکارندوی ول.د افغانستان دولت  تمه لري چې،د پاکستان ژمتیا، اقدامات او همدارنګه،دوه اړخیزې همکارۍ به په دواړو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت په لاره کې مثبتې پایلې له ځان سره ولري.