دطالبانو مشران دسولې لپاره د لومړنیو خبرو دپیل پخلی کړی

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په وینا، دطالبانو پخواني لوړپوړې قوماندان چې، دافغان حکومت سره د سولې د خبرو د جریان په اړوند مالومات لري، دایتوار په ورځ ویلي دي چې، دطالبانو مشرتوب د سولې د لومړنیو خبرو پخلی کړیدی.
« دطالبانو استازي چې دچین او پاکستان له رسمي چارواکو سره په خبرو کې ښکیل ول، وخت ته اړتیا درلوده، ترڅو د طالبانو له مشرتابه سره سلامشورې وکړې. مشرتابه اوس دخبرو اترو لپاره شین څراغ ورکړیدی،» دطالبانو لوړپوړي چارواکی اکسپریس ټریبیون ورځپانې ته ویلي دی.
ورځپاڼه وړاندې لیکی چې، چارواکي وویل،« پاکستاني چارواکو طالب مشرانو ته مشوره ورکړیده، ترڅو د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني او خپلې غوښتنې ورته وړاندې کړي، ترڅو ستونځې ته سیاسی حل ومونده شي».
ورځپانه دطالبانو دیوه بل چارواکي له خولې لیکي، تمه کیږي چې، په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر سره اړوند ځینې نور طالب مشران هم پاکستان ته سفر وکړي، ترڅو د سولې د کیدونکو خبرواترو او په قطرکې دطالبانو د دفتر دبیا پرانیستنې لپاره، لارې پرانیزي.  
« دطالبانو یو کوچنی پلاوې په راتلونکو څو روځو کې د سلامشورې لپاره سفر وکړي، چې قاري دین محمد او عباس ستانکزی به دهغوی په ډله کې وي.»
دطالبانو د سرچینو له مخې، دین محمد چې، دتیر نومبر په میاشت کې دچین دچارواکو سره په خبرو کې یې هم ګډون درلود، دم مهال دکیدونکو خبرو اترو په تړاو، پاکستان ته تللی دی؛ څرنګه چې چین دافغانانو په منځ کې د سولې په خبرو کې مهم رول لوبوي،دین محمد دخپل سفر په ترڅ کې دچیني ډیپلوماټانو سره هم لیدلي دي.
دطالبانو سرچینو زیاته کړیده، سره لدې چې په دوحه کې د طالبانو دفتر بند دی، خو ټول طالب مرکچیان په قطر کې دي او  دخبرو د بهیر تر پیل کیدو پورې به ځینې نور  هم له دوی سره یوځای شي.

دیادوونې وړ ده چې، طالبانو د کرزی تر مشرۍ لاندې، افغان حکومت سره د هرډول خبرو اترو نه په ټینګه ډډه کوله، خو په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غنی واک ته په رسیدو سره، داسې ښکاري چې دوی دافغان حکومت سره خبرو اترو ته زړه کړیدی.