پاکستان وايي چې: افغان ځواکونو ملافضل الله محاصره کړیدی

دپاکستان د  ټربیون ایکسپریس ورځپاڼې، پداسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو دمشر  دنیولو په اړه ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکود پرمختګ خبر ورکوي ، لیکلي دی  چې، دپاکستان دپوځ لوی رستیز جنرال راهیل شریف  ته چې ،د فبرورۍ په اوولسمه نیټه  د پاکستان داستخباراتو د مشر جنرال رضوان اختر په ملتیا، کابل ته تللی وو،د افغان چارواکو لخوا  ویل شویدي چې،« دفضل الله  شا اوخوا ته کړۍ  راتنګوي » .
ورځپاڼه زیاتوي چې ،اسلام اباد د ډسمبرد میاشتې د شپاړسمې نیټې په ډله ایزه وژنه کې ،چې دپيښور په یوه پوځي مکتب کې  ترسره شوې وه،د ملا فضل الله د لاس لرلو په اړه ، کابل ته دډاډ وړ  شواهد ورکړیدي.
دا پداسې حال کې ده چې ، افغان رسمي سرچینو دپاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د محاصرې په اړه څه ندي ویلي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راهیل شریف  او د هغه هیواد د آی ایس آی  مشر جنرال رضوان اختر ،د فبرورۍ په اوولسمه نیټه کابل ته دخپل  یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې،د افغان مشرانو سره لیدنې کتنې  کړیدی.
دافغان ولسمشر محمداشرف غني او راهیل شریف تر منځ  د خبرو اتر و په اړوند،  ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویلي چې ، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره د پاکستان پیغامونه او ژمنې مثبتې دي او په راتلونکو څو اوونیو کې به یې نتیجې روښانه شي .