چین په کنړ کې د بریښنا د۱۵۰۰ میګا واټو ظرفیت لرونکې فابریکې دجوړولو ژمنه کړې

دافغانستان  دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال ویاندې  وايي چې ، دچین ولسي جمهوریت ژمنه کړې چې ، دافغانستان په ختیځ کې داوبو بند او بریښنا جوړولو فابریکه او تر پاکستان  پورې د اورګادي یوه کرښه جوړ کړي.
چین دغه ژمنه په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان  د ډپلوماټانو په درې اړخیزه غونډه کې کړیده .
له بله اړخ ته ، په پیکینګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هووا چونیانګ خبریالانو ته ویلی دي  چې ، چین به په افغانستان کې یوشمیر پروژې  پلې کړي چې په کنړ ولایت کې د بریښنا دبند او تر پاکستان پورې د اورګاډي د پټلۍ او موټر و د لارې جوړول هم شامل دي.
دیادوونې وړ ده چې پاکستان هم په کنړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټو په ظرفیت د بریښنا د فابریکې د جوړلو ملاتړ کړیدی او ویلي یې دي چې ، یوه کچه بریښنا به هم اخلي . ..
په کونړ کې د ۱۵۰۰ میګاواټه په ظرفیت د بریښنا د تولید د فابریکې ملاتړ پاکستان کړی دی او ویلي یې دي چې یوه اندازه بریښنا به یې واخلي