دپاکستان د ترهګرې ضد محکمې صوفي محمد پر بلوا جوړونې تورن کړی

پيښور: دپاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د تحریک نفاذ شرعیت محمدي مشر، مولانا صوفي محمد د بلوا جوړونې په قضیه کې تورن کړیدی . نوموړي دیني عالم چې ،د تحریک طالبان پاکستان دمشر ،ملا فضل الله خسرهم کیږي،په ۲۰۰۹ کال کې د کوز دیر په تیمرګره کې د حکومت خلاف ویناکړې وه. ده دډموکراټیکې لارې غوره شوی حکومت، غیراسلامي بللی وو.

په ټولو دیارلس قضیو کې چې ،دمولانا صوفي محمد په خلاف ثبت شویدي، نوموړي په سیمه کې دشرعیت خپله طرحه غوښتل چې پلې کړي، خو له هغو نه په لسو کې نوموړی بې ګناه ثابت شویدی او یوازې د درېو قضیو څیړنه یې لا نده بشپړه شوې .

د پاکستان د تریبیون ایکسپریس ورځپاڼې له مخې، د ایتوار په ورځ، د ترهګرۍ ضد محکمې صوفي محمد په رسمي توګه دپيښور په مرکزی جیل کې، چیرته چې نوموړی د ۲۰۰۹ کال راهیسې بندی دی،  پدغوقضیو  کې تورن کړ.
محکمه به د فبروري په یوویشتمه نیټه پیل کیږي،چې شاهدان به په محکمه کې حاضرکړی شي.

د صوفی محمد سلاکار عادل مجید، تریبیون ایکسپریس ته ویلی دي چې،«  تورن دخپلو دوو زامن او درې مرستیالانو سره ، ددولت په خلاف وینا دکولو له کبله تورن ګڼل شویدی.»

خو صوفي محمد پر ده لګول شوي ټولو تورونه ردوي.

خبر زیاتوي چې ،دخییرپښتونخوا حکومت ۴۲۳ قضیې ثبت کړیدی چې باید په نظامی محکمو کې وڅیړل شي.  دقضیو لیسټ چې د صوفي محمد او دهغه د زوم فضل الله نومونه هم پکې شامل دی، د غور لپاره د پاکستان دکورنیو چارو وزارت ته استول شویدي.