پاکستاني چارواکي: په دوحه کې د طالبانو دفتر بیا پرانستل شو

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې،د قطر په دوحه کې دافغان طالبانو دفتر یوځل بیا پرانیستل شویدی او طالبان اوسمهال د افغان حکومت سره دپاکستان په منځګړیتوب لومړنۍ خبرې اترې ترسره کوي.
ورځپاڼه لیکي چې، یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي،چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرواترو په اړه مالومات لري، ددې کال دمارچ په میاشت کې دکیدونکو خبرو اترو په اړوند، د تګلارې او اجنډا په اړه د دواړوخواوو تر منځ ،دخبرو د بیا پیل کیدل  تایید کړیدي.
نوموړی چارواکی چې نه یې دي غوښتي  نوم یې جوت شی،  وايي:«هو، زه تاییدوم چې، په دوحه کې دطالبانو دفتر بیا پرانیستل شویدی او اوس مهال دپاکستان په منځګړیتوب، طالبان دافغان حکومت د مهمو رسمی چارواکو سره خبرې کوي، ترڅو د رسمي خبرو اترو لپاره سټراټیژي او تګلاره په ګوته او جوړه کړي.» ډان ورځپاڼه زیاتوي.
ورځپاڼه دیو بل رسمی چارواکي له خولې لیکي چې، دپاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې د افغان ولسمشر غني سره دخپلې لیدنې په مهال،د خبرواترو د بیا پیلولو لپاره شین څراغ ورکړیدی .  
دې چارواکي همدارنګه تایید کړیده چې، طالبانو دوه ځله په چین کې د رسمي چارواکو سره لیدنې کتنې کړیدی او پاکستان هم پدې خبرو اترو کې چې، دچین په پلازمېنه کې ترسره شویدي، ګډون درلود.  
دورځپاڼې له مخې، لومړني جزیات څرګندوي چې، د طالبانو لخوا په لومړنیو خبرواترو کې، په دوحه کې دطالبانو استازی قاري دین محمد، چاچې د تیرکال د نومبر په میاشت کې، د چین په خبرو اترو کې هم ګډون درلود، استازیتوب کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې، دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم پدې اړوند د تبصرې په ترڅ کې ویلي دي چې، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په ټینګښت کې دلچسپي لري او پدې لاره کې هرډول مرستې او ملاتړ ته چمتو دی.