دطالبانو سره دخبرو د دوام په اړه، دافغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه هوکړه

در این نشست طرف‌ها در مورد تامین ثبات در افغانستان و برگزاری گفت‌گوهای صلح افغانستان با طالبان توافق نموده‌اند.
د افغانستان، چین او پاکستان سیاسی استازو نن د فبرورۍ په نهمه نیټه، دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ټیکاو لپاره، په کابل کې درې اړخیزه غونډه او خبرې اترې وکړې.
په ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان دبهرنیو چارو دوزاتونو مرستیالانو ګډون کړی وو چې دسیمې دحالاتو په اړوند یې خبرې اترې کړې.
دافغانستان دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال شکیب مستغني وايي چې، په افغانستان کې دټیکاو اوسولې د ټینګښت لپاره دافغانستان دمشرتابه او چين او پاکستان ترمنځ په همکارۍ هوکړې شویدي.
دیادوونې وړ ده چې تر دې دمخه چین دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو د دوام لپاره د همکارۍ هیله څرګنده کړې وه.
همدارنګه څو ورځې وړاندې دپاکستان دلومړي وزیر دملی امنیت سلاکار هم دچین په منځګړیتوب، ددغو خبرو د دوام لپاره دپاکستان دهمکارۍ ژمنه کړې وه.

خو وروسته له هغې چین ته د طالبانو دپلاوي دسفر خبر خپور شو، طالبانو هغه تایید کړ، خو ویې ویل چې، ددوی دپلاوي دسفر موخه د سیمې دهیوادو سره د اړیکو دساتلو لپاره وو، نه دحکومت سره د سولې دخبرو اترو د دوام لپاره.