طالبان : موږ دافغان حکومت سره دسولې خبرو ته چمتو یو

دسولې په خبرو کې دطالبانو یو ا ستازی، قاري دین محمد ویلي دي چې ، راتلونکې اوونۍ به په کابل کې د افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل شي.
داخبر د ترکیې داناتولیا خبرې اژانس ورکړیدی. قاري دین محمدد یکشنبې په ورځ  اناتولیااژانس  ته ویلي دي چې، د طالبانو مشر ملامحمد عمر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې په اړه  خبرو اترو ته چمتو دی. دین محمد زیاته کړیده چې، کیدای شي چې دا خبرې  راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي .
خبرزیاتوي چې ، قاري دین محمد وروسته له هغې چې په اسلام اباد کې  یې دپاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کتنې کړې، بیرته قطر ته ستون شویدی.
دین محمد وايي،« موږ دافغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته چمتو یو. تمه ده چې دغه خبرې به راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي .»
نوموړی زیاته کړیده چې د اوسمهال د شورا سره سلامشورې روانې دي  او دطالبانو مشر ملاعمر به ډیر ژر دهغو کسانو دنومونو په اړه پریکړه وکړي چې، په نظر کې ده د کابل دسولې په خبرو کې ګډون ولري.
اناتولیا خبري اژانس زیاتوي چې، دپاکستان دلومړي وزیر نوازشریف دامنیت او بهرنیو چارو سلاکار ، سرتاج عزیز هم  په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو پخلی کړیدی.
«پاکستان په افغانستان  کې دسیاسي پخلاینې په چار کې یوازې د مرستندوی رول لوبوي . لدې پرته موږ هیڅډول رول نلرو. اوس دغه پروسه پټه ده او موږ نشو کولای پدې اړه تر دې  زیات څه ووایو . »
سرتاج عزیز زیاته کړیده چې ،« افغان طالبان دکالونو راهیسې په جګړه کې بوخت دي او زه پکر کوم چې نور هغوی له جګړې نه ستړی شویدي. په افغان حکومت کې به هغوی ته یو څه سیاسي رول ورکړی شي. »
دا پداسې حال کې ده چې تر دې دمخه افغان چارواکو او پاکستاني چارواکو هم ویلي وو چې دسولې خبرې به دمارچ په میاشت کې پیل شي .