پولیسو په جوزجان ولایت کې اتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وراړولې ده

نن د دوشنبې په ورځ دجوزجان ولایت په کرکین ولسوالۍ کې پولیسو پر مظاره کونکو ډزې کړیدی چې، څلور ملکي کسان پکې وژل شوی او نور څلورکسان ټپيان شویدی. دغه خبره د کرکین په ولسوالۍ کې یوسرچینې چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته کړیده.
دجوزجان امنیتي چارواکو د پيښې د څرنګوالي په اړه کوم مالومات ندي څرګندکړي.