د شهلا عطا کورنۍ وایي چې نوموړې وژل شویده

د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندې شهلاعطا دکورنۍ غړي وايي چې، نوموړې پخپل مرګ نده مړه شوې، بلکې وژل شوې ده. نن د چارشنبې په ورځ، هغوی په خبري غونډه کې ویلی چې، دوی کافي شواهد په لاس کې لري چې نوموړې وژل شویده. د شهلا دکورنۍ غړو د دولت نه وغوښتل چې د شهلا قاتلین ونیسي او د جرم سزا یې ورکړي.
د شهلا عطا مړی تیره اونۍ په کابل کې دهغې په کور کې موندل شوی وو.

پولیسو د شهلا دمړینې پخلای کړی، خو ویلی یې دی چې، دهغې دمړینې په اړه به خپلې څیړنې وروسته اعلان کړي.