ولسمشر به دپاتې وزارتو لپاره نوماندان، امریکا ته تر خپل سفره د مخه معرفي کړي

د ولشمر دماڼۍ سرچینې وايي چې، دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به دپاتې وزارتو لپاره نوماندان دباور د ترلاسه کولو لپاره، د امریکا متحده ایالتونو ته تر خپل سفر د مخه، ولسي جرګې ته ور وپيژني.

ټاکل شویده چې ولسمشر به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په بلنه، د مارچ د میاشتې په ۲۴ ینټه دامریکا متحده ایالتونو رسمي سفر وکړي. پدې سفر کې به د اجرایې رییس عبدالله عبدالله هم د ولسمشر سره ملګری وي.