غزل / منتظرمسید

غزل
زه بړاس مې دزړه باســـــــــــــــم،خو ترې جوړ رانه غـــــــــــــزل شي
ټکي، توري لیوني شي ،په ګیــــــــــــــــــــــلومـــــــــــــــانو بدل شي

سمه،ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــیخه، بــــرابره، صــفا لاره وي وتلې 
بس چې زه مې پرې پښه کــــــــــــیږدم، پکې ونښـــــلم دلدل شي

پر خبـــــــــــــــــــــرو یې تیر نه وزئ،دپرون هـــــاغه شیـــــطان دی 
غاښ دې مه د غويي ګوره،چې رالـــــــوی دې په غوجـــــل شي

په سرو وینو مو خړوب کړ،خوشین نشــــــــــــو لا هــــــــم وچ شو
ځئ اوبه د مینې ورکړﺉ،که غـــــــــــــوټۍ مو د بڼ ګـــــــــــل شي

چې له ورایه راښـــــــــــکاره شي، زمـــــــــازړه بس په درازه شي 
وریت لوغړن شم اور رابل شي،چې پر مخ یې خور اوربل شي

بې اثره یې مه بوله، هر یو څاڅـــــــــــــــــکی مې د اوښـــــــــــــکو
چې رالویږي پر ګریوان مې، داغ ترې پاتې په ګـــــــــوګل شي

دروند سړی،درنې خـــــــــبرې، درنه ناســــــــــــــــــــــته او ولاړه 
چې یې ښکلي پر مخ ورشي، (منتـــــــــــظر) لاړشي پاګل شي