امنیتي مسولینو په کابل کې د یوې ښځې د وژلو او سوزولو په تړاو یو کس نیولی دی

د فرخندې د وژلو او سوزولو په تړاو  یوکس چې شرف بغلاني نومیږي، د اردو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې، د امنیتي مسولینو لخوا نیول شویدی.
بغلاني دخپل فیسبوک په پاڼه کې لیکلي وو چې دنومړې ښځې په وژلو او سوزولو کې یې د بریدکوونکو ډلې سره ګډون درلود.
امنتي چارواکو ویلي دی چې، ددې پیښې په تړاو یې د بغلاني په ګډون  اووه کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې، د کورنیو چارو وزیر د دې پيښې او د فرخندې د وژل کیدو او سوزولو په تړاو د څیړنو امر ورکړیدی.
صدیقٍي زیاتوي، دغه پيښه به د پولیسو د رول په ګډون ،په هراخیزه توګه وڅیړل شي. نوموړي زیاته کړه، هغه ویډو چې په رسنیو کې خپره شویده، د امنیتي مسولینو سره  په پيښه کې د ښکیلو کسانو په پیژندلو کې مرسته وکړي.  
 د فرخندې په نوم یوه ښځه چې ویل کیږي، قران ته یې اور اچولی وو، د پنج شنبې په ورځ د راپاریدلو کسانو لخوا ووژل شوه او مړی یې وسوزل شو.