ولسمشر د کابینې د پاتې وزارتونو لپاره د نوماندو وزیرانو لسټ ولسي جرګې ته لیږلی دی

دافغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشرمحمداشرف غني پرون مخکې تردې چې امریکا ته د یوه رسمي سفر لپاره روان شي،دکابینې د پاتې وزارتونو لپاره د نوماندو وزیرانو لیسټ ولسي جرګې ته وړاندې کړ.
پداسې حال کې چې په وړاندې شوي لیسټ کې د شپاړسو وزارتونو لپاره نوماندان ، ولسي جرګې ته ور پیژندل شویدی ، د وزارت دفاع لپاره نوماند ندی نومول شوی.

پدې لسیټ کې لاندې کسان شامل دی:
همایون رسا ،د سوداګرۍ وزارت لپاره نوماند وزیر
عبدالباري جهاني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند وزیر
اسدالله ضمیر ، د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ته  نوماندوزیر
محمد ګلاب منګل، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند وزیر
انجنیر محمود بلیغ، د فواید عامې وزارت ته نوماند وزیر
عبدالستار مراد، د اقتصاد وزارت ته نوماند وزیر
ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته نوماند وزیر
اسدالله حنیف بلخي د پوهنې وزارت ته نوماند وزیر‍
سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې چارو وزارت ته، نوماند وزیر
ډاکټر عبدالبصیر انور د عدلیې وزارت ته، نوماند وزیر
پوهنیار عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند وزیر
علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته نوماند وزیر
دلبر نظری، د ښځو چارو د وزارت ته نومانده وزیره
سلامت عظیمی، د نشایي توکوسره د مبارزې وزارت نومانده وزیره
فریده مومند، د لوړو زده کړو وزارت نومانده وزیره
نسرین اوریاخیل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نومانده وزیره

د یادوونه وړ ده چې، د ددې کال د جنورۍ په میاشت کې ولسمشر د پنځویشتو وزارتونو لپاره نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور د رایې  دورکولو لپاره ورپیژندلي ول، چې دهغوی له ډلې نه یوازې اتو کسانو وکولای شول د ولسی جرګې د استازو دباور رای ترلاسه کړي.