دپاکستان دپوځ په هوايي برید کې د لشکراسلام ویاند وژل شویدی

دپاکستان دپوځ په هوايي بریدونوکې چې د چارشنبې په ورځ د خیبر د تیرا په سیمه کې ترسره کړي، لږترلږه دیرش وسلوال وژل شویدي.
دپاکستان د ډان ورځپاڼه،دپاکستان د پوځ د رسنیو دفتر له قوله لیکي چې، په وژل شویو وسلوالو کې د پاکستان د لشکر اسلام وسلوالې ډلې ویاند صلاح الدین ایوبي هم شامل دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې، دا پداسې حال کې ده چې، دسې شنبې په ورځ دلشکراسلام ډلې دمشر منګل باغ موټر چلونکی شاکرسپاه دنورو اتو کسانو سره یوځای، د افغانستان د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کې چې د خیبراجنسۍ پولې ته نژدې پرته ده، د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.