بشرالاسد: سوریه به په ختیځه مدیترانه کې د روسيې د شتون هرکلی وکړي

دروسیې د ریا نوستي خبر ورکوي چې، دسوریې ولسمشر بشرالاسد دروسي ژونالسټانو سره په خبرو کې ویلي دي چې، که روسیه پریکړه وکړی چې، د تارتوس په ښار کې دسمندري بیړیو لپاره خپله اډه، په بشپړه پوځي اډې بدله کړي،نو د سوریې حکومت به ورسره مخالفت ونکړي. اسد ویلي،« موږ د مدیترانې سمندرګي په ختیځه برخه، په ځانګړې توګه، د سوریې په سواحلو او بندرونو کې، د روسیې دنظامي شتون دپراختیا هرکلی کوو.»
د بشرالاسد زیاته کړې، « دنړۍ په بیلابیلو برخو، دهغې له ډلې نه د مدیترانې په ختیځو برخو ، د تارتوس په بندر کې، دروسېې د شتون به په نړۍ کې انډول ټینګ کړي،کوم چې شل کاله وړاندې د شوروي اتحاد په ړنګیدا سره له منځه تللی.
دیادوونې وړ ده چې دشوروی اتحاد په وخت کې، د تارتوس په بندر کې دشوروي اتحاد نظامي اډه وه او اوس مهال یوځل بیا دهغې دبیا جوړونې په اړه بحثونه روان دي.