د ولسي جرګې پر غړي ځانمرګی برید

نن ماښام د شپږو بجو په شا اوخوا، په کابل کې د ولسي جرګې پر غړي ځانمرګی برید  وشو.
پدغه برید کې چې هدف یې د ولسي جرګې غړی ګل باچا مجیدي وو، د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او د ولسي جرګې غړی مجیدي او نور اووه کسان ژوبل شویدي.  
د پيښې نور جزیات به وروسته درسره شریک کړو.