معتصم اغاجان: که دسولې خبرې ناکامې شوې، زه به خبلو هلو ځلو ته دوام ورکړم

دپاکستان د ایکسپریس  ورځپاڼې له قوله، ښاغلي معتصم ویلي دي چې ، که چیرې د افغانستان د حکومت سره د دطالبانو د سولې خبرې اترې ناکامې شي، نو دی به پدې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې، اغاجان معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې د مالیې د وزیر دنده په غاړه درلوده، وايي،« د افغانستان  لپاره د سولې خبرې اترې یو چانس دی چې بایدله  لاسه ورنکړل شي. که دغه خبرې بریالۍ نشي،د افغانستان او سیمې سوله او ټیکاو به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.»
معتصم زیاتوي، ده خپل فعالیت په موقته توګه درولی دی، خو دافغان حکومت او طالبانو تر منځ دخبرو اترو د ترسره کیدو لپاره به ، په کوټلې توګه هڅې کوي.
دا پداسې حال کې ده چې ، څه موده وړاندې  د افغانستان او پاکستان چارواکو  ډاډ ور کوه چې ، دسولې خبرې به ډیر ژر پیل شي، خو تراوسه پورې ددغو خبرو نیټه لا  نده جوته شوې .
ویل کیږی چې د سولې د خبرو اترو په اړه د طالب مشرانو تر منځ مخالفت ،ددغو خبرو د ځنډ لامل ګرځیدلی.