ولسمشرغني: په زابل کې د یودیرش کسانو تښتول، دملي یوالی حکومت په وړاندې یوه دسیسه وه

ولسمشر محمد اشرف غني نن د چارشنبې په ورځ د ملی اردو دافسرانو د زده کړو د دورې د پایته رسیدو په ویاړ جوړې شوې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې ویلي چې، په زابل ولایت کې د یو دیرش هزاره وګړو تښتونه ، دملي یوالی دحکومت په وړاندې  دسیسه بللې ده. ولسمشر ددغو کسانو د خلاصون لپاره د ملی اردو د عملیتاتو ستاینه وکړه .


درې اوونۍ د مخه ، مخ پټو وسله والو کسانو چې په ناڅرګنده ژبه یې خبرې کولې،یودیرش هزاره وګړي چې ، د ایران  نه خپلو کورونو ته راستانیدل ، په زابل ولایت کې وتښتول ،چې تراوسه یې برخلیک جوت ندی.