حکمت خلیل کرزی: له طالبانو سره به ډیر ژر خبرې پیل شي

د چین د نړیوالو اړیکو د څېړنیز مرکز په لاسنوی  په کابل کې «د افغانستان او چین اړیکې، لرلیدونه او فرصتونه» ترسرلیک لاندې ، غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال حکمت خلیل کرزي څرګنده کړه چې، ډیر ژر به د دواړو خواوو ترمنځ  دسولې مخامخ خبرې پیل شي . نوموړي ددغو خبرو د ټاکلې نیټې په اړه څه ونه ویل،خو زیاته یې کړه چې پدغو خبرو کې پرمختګ شویدی.  
په نوموړې غونډه کې په ډاګه شوه چې ،په کابل کې به د چین پېژندنې او همدارنګه به په پیکینګ کې د افغانستان پېژندنې مرکزونه جوړ شي.